د سید طیب جواد لنډ ژوندلیک

زندگینامه سفیر ســـید طــیب جـواد
سید طیب جواد

سید طیب جواد په روسیه کې د افغانستان سفیر دی. له دې وړاندې هغه، په انګلستان او آیرلند کې د افغانستان سفیر ، د ولسمشر حامد کرزی د دفتر د رئیس، د امریکا په متحدو ایالاتو، برازیل، مکسیکو، کولمبیا او ارجنتاین کې د افغان سفیر په توګه دندې ترسره کړی دی.

هغه همدارنګه د امریکا په واشنګټن ډی سی کې د کاپیټالیز د پانګونې مشورتی شرکت او د افغانستان خیریه بنسټ (Afghanistan Foundation) رئیس، په اپکو (APCO) نړیوال سیاسی شرکت کې ستراتېژیست او په نیویارک کې د کانکوردیا (Concordia) ادارې په ګډون د ډېرو نړیوالو سازمانونو د مدیره پلاوی غړی دی. په اکاډمیک چاپېریال کې،

له ۲۰۱۰ کال راهیسې د امریکا د واشنګټن ډی سی د جان هاپکنز په پوهنتون کې د پاول نیتز د نړیوالو اړیکو په پوهنځی کې مقیم دیپلومات (Diplomat in Residence) دی او له هغې وړاندې د ماساچوسیتس ایالت د هاروارد پوهنتون د جان اف کینیډی په پوهنځی کې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو څېړونکی او استاد و. په مدیریتی برخه کې، په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د موقت دولت د رامنځته کېدو له مهاله یې د حکومتولۍ او ملی ادارو په جوړېدو کې ونډه درلوده. هغه د دولت د کړنلارو په ټاکلو، یوه دېموکراتیک حکومت ته د لېږد لپاره د حکومت د پالیسیو پلی کولو او په موقت، انتقالی او ټاکنیزو حکومتونو کې یې په اصلاحاتو او ریفورم کې ونډه درلوده. د دولت د رئیس د دفتر د مشر په توګه د خدمت په دوران کې د کابینې او ملی امنیت شورا د ناستو ناظر و او د هېواد د ملی امنیتی، دفاعی، حقوقی او عدلی ادارو په بیارغونه کې سهیم و.

د افغانستان د نوی اساسی قانون د تسوید په تاریخی پړاو کې، د اساسی قانون د لیکلو له کمېسیون سره د ولسمشر د بهرنیو اړیکو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې. هغه همدارنګه په بېړنۍ او بیا مشورتی لویو جرګو کې هم د دولتی کمېسیونونو غړی و.

په دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې، هغه نه یوازې د افغان مشرانو په ټولو کورنیو او بهرنیو مهمو ناستو کې ګډون درلود؛ بلکې په شمالی امریکا، لاتینه امریکا، عربی نړۍ، سوېل ختیزه اسیا، منځنۍ اسیا، اروپا او افریقا کې له پنځوسو ډېرو اقتصادی، امنیتی او دیپلوماتیکو نړیوالو کلیدی غونډو کې د افغانستان استازولی او وینا کړې ده. هغه د امریکا د ګانګرس او د نړیوالو رسنیو له غړو سره نېږدې اړیکی لری او په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشر بوش او ولسمشر کرزی ترمنځ د «ډیویډ کمپ» د تاریخی مذاکراتو د تدوین مسوول هم و. دغه راز هغه د افغانستان په اړه د مهمو نړیوالو کنفرانسونو لکه د توکیو، برلین، پاریس، روم او لندن اقتصادی ناستو په ګډون او هم په بروکسل او وارسا کې د ناټو امنیتی کنفرانسونو په جوړېدو کې همکاری کړې ده. د نوموړی د سفارت پر مهال امریکایی رسنیو په امریکا کې د افغانستان سیاسی نمایندګی په واشنګټن کې تر ټولو فعاله استازولی معرفی کړه.

په مطبوعاتی برخه کې، د جهاد او مقاومت له مهاله په نړیوالو رسنیو کې د منځنی ختیز او مرکزی اسیا د امنیت او اقتصادی ودې په اړه فعاله حضور درلود او په اسیا، اروپا او امریکا کې په نوموتو چاپی او تصویری رسنیو کې یې کابو زر مقالې، رسالې او مرکې، په بېلابېلو ژبو خپرې شوی دی. د امریکا په اکثریتو مشهورو پوهنتونو او د اروپا په څیړنیزو مرکزونو کې یې وینا کړې ده. کله کله چې وخت پیدا کړی د ادب، تصوف، تاریخ او سیاست په برخه کې لیکل هم کوی او لومړی چاپی اثر یې « د افغانستان د بیارغونې د جګړې واقعیت » تر نامه لاندې په ۲۰۰۵ کال په امریکا کې خپور شو.

په فکری او اېډیالوژیکی برخه کې، هم د دولت په چوکاټ کې او هم له دولت څخه بیرون، د بشری حقونو، د تاوتریخوالی د له منځه وړلو، ټولنیز عدالت او ټولیزې رفاه ملاتړی و.

په ټولنیزو خدمت کولو کې، هغه د ټولنیزو خدمتونو د غیر انتفاعی ادارو له لوری خلکو او په ځانګړی ډول افغان ځوانانو ته خدمت کوی. د همدې خدمتونو له امله یې په ۲۰۰۳ کال کې په کابل کې د اساسی قانون په لویه جرګه کې د خدمت کولو مډال، په ۲۰۰۷ کال کې په واشنګټن کې د ملت جوړونې د خدمت جایزه، په ۲۰۰۴ کال کې په واشنګټن کې د ژوند کولو د کیفیت د ښه والی د خدمت جایزې په ګډون یې ډېر ملی او نړیوال نښانونه او مډالونه ترلاسه کړی دی.

د هغه د زېږېدو سیمه کندهار دی. یوې منورې او روحانی کورنۍ ته منسوب او د مورخ او د کابل پوهنتون د استاد پروفیسور میرحسین شاه زوی دی. هغه په کابل کې استقلال لېسه ویلې او وروسته د کابل د حقوقو او سیاسی علومو له پوهنځی فارغ شوی دی. همدارنګه د حقوقو، او سیاسی علومو د مدیریت په برخه کې د المان د مونستر له ویلهمز او د سانفرانسیسکو له ګولدن ګیت پوهنتونو څخه د فوق لېسانس سندونه هم ترلاسه کړی دی. هغه د واشنګټن ډی سی له ارګوسی پوهنتون څخه په نړیوال مدیریت کې افتخاری دکتورا هم ترلاسه کړې ده.

هغه له اسپ ځغلولو سره مینه لری، د پولو یا «چوګان» لوبه ترسره کوی او په لاتینه امریکا او اسیا کې د پولو په لوبو کې برخه اخلی. هغه همدارنګه د امریکا د مونتانای ایالت د سروپوستانود قبیلې افتخاری غړیتوب هم لری. ښاغلی جواد متاهل دی، د راتلونکی بنسټ رئیسه شمیم جواد یې مېرمن او ایمان جواد یې زوی دی.