سید طیب جواد: اغېزمن استازی‌توب، ویاړلی خو ستونزمن کار دی

22 Feb 2021
·
خبر
پوښتنه: د افغانستان ډیپلوماتیک نهادونو او بنسټونه تل د جلاوطنۍ او د افغان سیاستوالو لپاره د امتیاز ورکولو ادارې په توګه کتل شوي دي او ډیر لږ د افغانستان د بهرني سیاست د انعکاس او  پلي کولو لپاره د یوې ادارې په توګه پیژندل شوي، تاسو د افغانستان د بهرني سیاست د نهادونو  په اړه څه فکر کوۍ؟ 

جواد: په خوشحالۍ سره، په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان د بهرني سیاست ادارې او بنسټ د پام وړ بدلون موندلی او وده ېې هم کړې ده چې پدې لړۍ کې یې روزل شوي او یو ښه شمیر پوه او اغېزمن ډیپلوماتان هم ټولنې ته وړاندې کړي دي. د سیمې  هیوادونو د ډیپلوماتانو په پرتله، په ډېرو سیمه­‌ییزو او نړیوالو ډیپلوماتیکو ناستو کې زه د خپلو مسلکي او تکړه ځوان ډیپلوماتانو په اړه د ویاړ احساس کوم. د دوی له مهارتونو، صداقت او لیاقت څخه باید نور هم په ښه توګه کار واخیستل شي.

د جلاوطنۍ مسئله هغه څه وو چې مونږ ورسره د ۷۰مې کلونو په لړ کې مخامخ و. خو د سیاسي وزن، او اقتصادي وضعیت پر اساس د سیاسي ګمارنې موضوع په ډیرو هیوادونو کې په بیلابیلو کچو کې په مهمو پوستونو کې اوس هم ترسره کېږي او یو نورم دی. د مثال په توګه زما ملګری په برتانیه کې د امریکا اوسنی سفیر د یوې بډایه کورنۍ څخه راځي چې د امریکې په ولسمشریزو ټاکنیزوکمپاینونو کې یې مالي او اقتصادي مرسته کړې ده. په هر صورت، باید په یاد وساتو چې مسلکي کار د ډیپلوماتانو لخوا تر سره کېږي او سفیران د لوړو کچو اړیکو د ساتلو لپاره ګمارل کیږي. د ډیپلوماتانو ګمارنه او ټاکنه په افغانستان او هر یو بل هیواد کې باید پرته د آیدیالوژیک، قومي، یا اقتصادی اړیکو پر بڼسټ ترسره شي ځکه چې ډیپلوماتان په سفارتونو کې اصلي او کلیدي ونډه لوبوي.

pp

په تېرو کلونو کې، په کومو برخو کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته د بهرني سیاست د پلي‌کولو په موخه دنده سپارل شوې، افغان ډیپلوماتانو د خپلو دندو په سر ته رسولو کې بریاوې تر لاسه کړې دي. د بېلګې په توګه، د متحده ایالتونو سره زمونږ د ستراټیژيکې ملګرتیا سره سره مو له ایران سره زمونږ د دوه‌اړخیزو اړیکو بریالی مدیریت، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لویه لاسته‌راوړنه ده. څرنګه چې په تیرو دوه لسیزو کې سیاسي ځواک او اقتصادي شتمني خورا ډیره شوې او وده یې کړې،‌ زمونږ مشرانو غوښتل چې له هیوادونو سره مستقیمې اړیکې د ډیپلوماتانو پر ځاې هغوی په خپله اداره کړي.

پوښتنه: د هیواد بهرني سیاست د نهادونو په وړاندې ستاسو د خوشبینۍ په پام کې نیولو سره، تاسو د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو وروستۍ آجندا څنګه ارزوئ؟ د دې اصلاحاتو په اړه اندیښنې او نیوکې شتون لري، تاسو څه فکر کوۍ؟

جواد: د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د اړتیا په اړه هیڅ‌ شک نشته، له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې د اصلاحاتو بهیر ورو او ځینې وختونه کې په ټپه ولاړ و. ناڅاپي حرکت او اصلاح خورا ګډودي رامنځته کولای شي. غوره دا ده چې دا اصلاحاتو بهیر له احتیاط او حوصلې سره پلی او د دې وزارت د مسلکي او د تجربې خاواندانو کادرونو سره د سلا، ‌مشورې او همغږۍ په ترڅ کې تر سره شي.

پوښتنه: تاسو  په متحده ایالتونو کې د سفیر  په توګه د کار تر څنګ په مهمو هیوادونو کې کاري  تجربه لرئ، او اوس هم په برتانیه کې د سفیر په توګه دنده ترسره کوئ. ستاسو په اند، د نړۍ له قوي هیوادونو سره د افغانستان اړیکې څنګه پیاوړې او قوي کېدای شي؟

جواد: دا خورا مهم او کره پوښتنه ده، هیله لرم چې ستاسې ورځپانه د دې ځواب لپاره کافي ځای او ستاسو لوستونکي هم پراخه حوصله ولري.

زه به دلته د لومړیتوبونو او د بهرني سیاست تګلارې په اړه خبرې و نکړم،‌ځکه چې پدې موضوع ډیرځلي خبرې او بحثونه شوي دي. په هر صورت، پدې پوهیږو چې که زمونږ پالیسي او تګلارې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاستونو  په اړه د ستونزمنو او استثنایی شرایطو په پام کې نیولو سره سم تنظیم نشي، نو دا تګلارې به بی‌اهمیته پاتې شي.‌ په اوسنۍ استثنایي حالاتو کې، زمونږ د بهرني سیاست لومړیتوبونه باید د دوه مهمو ستنو پر بنسټ تن‍ظیم شي. لومړۍ ستنه د د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره د اجماع رامنځته کول، د هوکړه­لیک د پلي ‌کولو لپاره پر اصولو موافقه، او د با عزته سولې ترلاسه کول چې په هغه کې زمونږ د خلکو لومړني بشري حقونه تضمین او تېرې لاسته‌راوړنې خوندي پاتې شي.

دوهمه ستنه زمونږ د نړیوالو همکارانو سره همکاري او د افغانستان د پرمختګ لپاره د دوی دوامداره اقتصادي مرستې او د حکومت د نظام څخه ملاتړ دی.

د دې دوه ستنو پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د بهرني سیاست نورو بنسټونو جوړښت ته باید بیاکتنه وشي او لاندینی اقدامات په پام کې ونیول شي:

  • بهرنیو چارو وزارت ته واک او صلاحیت ورکړل شي ترڅو نړیوالې اړیکې، د سولې پروسې سیمه‌ییز اړخونه او د اقتصادي همکارۍ پراختیا پلي کړي.
  • د ډیپلوماتانو یوې ډلې لپاره د نارینه او ښځو په شمول د روزنې ځانګړي پروګرامونه چمتو شي چې د سولې پروسې مدیریت لپاره مسلکي متخصصین وروزل شي.  په سیمه او نړۍ کې د سولې بهیر باندې متمرکز فکري او څیړنیزو مرکزونو سره اړیکې رامنځته شي.
  • د ویانا کنوانسیون پر بنسټ، د مېشت بهرني ماموریتونو او سفارتونو اړیکې د دولت لوړ پوړو او امنیتي چارواکو سره تنظیم شي او د دې اړیکو د تنظیم لپاره د بهرنیو چارو وزارت ونډه روښانه شي.
  • په سیمه کې او د ڼاتو په غړو هیوادونو کې د کارپوه سفیرانو او ډیپلوماتانو ګمارنه چې د هیواد کلتور، تاریخ او ژپې باندې پوره تسلط ولري.
  • سفیرانو او لوړ پوړو ډیپلوماتانو ته واک ورکړل شي چې خپلو سیمه­ییزو او محلي رسنیو سره اړیکې وساتي او د پام وړ حضور ولري تر څو د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خلکو غوښتنې او زمونږ دریځ  د ګاونډیو هیوادونو په هکله شریک کړي. راځئ چې پدې پوه شو چې هر چیرې چې مونږ غلي یو او خپل غږ نه پورته کوو، مخالف  لوری د دې فرصت څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي. بې له شکه، مهمې نړیوالې رسنۍ لکه CNN او BBC ته باید په کابل کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا معلومات ورکړل شي.
  • د افغانستان هغو ملګرو سره چې په تیرو کلونو کې یې په نظامي، ډیپلوماټیک یا بشري مرستو ماموریتونو کې په افغانستان کې کار کړی، اړیکې ټینګې شي او دا اړیکې په اغېزمنه توګه مدیریت شي او د هغوی د نفوذ او فکر څخه د اروپا، امریکا، حتی هند او روسیې فکري او څیړنیزو مرکزونو کې استفاده وشي.  

پوښتنه: د افغانستان په اړه د برتانیې د بهرني پالیسۍ په اړه عامه پوهاوی دا ده چې دا تګلاره پاکستان­محوره ده. پدې اړه له برتانیې سره د افغانستان نږدې اړیکو ته په پام کې نیولو سره ستاسو نظر او تجربه څه ده؟

جواد: اصلي خبره دا ده چې مونږ له برتانیې سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې، نظامي ملګرتیا او روزنیز همکارۍ لرو. دا ملګرتیا د افغانستان، سیمې او برتانیې لپاره د ګډو امنیتي ګټو پر بنسټ ولاړې دي. په برتیانیه کې زمونږ افغان کډوال د افغانستان لپاره بډایه پانګه ده. له بلې خوا، پاکستان د مشترک المنافع هیوادونو یو پخوانی غړی دی؛ نو پدې لحاظ دا هیوادونه یو له بل سره ډیرې نږدې اړیکې لري. سربیره پر دې، په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه او روزنيز کمپونه او همدا راز د پاکستان او برتانیې په جوماتونو کې د افراطي پاکستاني-انګریزي وګړو شتون، برتانیې، پاکستان او نړۍ لپاره امنیتي ګواښ دی.

له همدې امله په برتانیه کې د افغانستان د سفیر په توګه زما دنده دا ده چې خپلې اړیکې ژورې کړو او د افغانستان او خلکو رسمي دریځ د برتانیې حکومت، پارلمان، اردو او خلکو سره شریک کړم. له بریتانیې څخه دا غوښتنه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یو غوره کړي، مناسبه نده. د برتانیې او پاکستان تر منځ د تاریخي اړیکو ماهیت لدې هیواد سره زمونږ د اړیکو په پرتله په بشپړه توګه توپیر لري. له نېکه مرغه برتانیه غواړي چې د داوړو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري. مونږ هڅه کوو چې د خپلو ګټو په پام کې نیول سره پر پاکستان باندې د برتانیې د نفوذ څخه کار واخلو، کوم چې د سیمې امنیت او ثبات سبب ګرځیدلی شي.

پوښتنه: څرنګه چې تاسو د ګډو امنیتي ګټو په اړه یادونه وکړه، آیا تاسو فکر کوئ چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه به برتانیه پر پاکستان باندې له خپل اغیز او د نفوذ څخه کار  واخلي؟

جواد: بلی بی له شکه، برتانیه دغه مسئله په ډیر احتیاط سره د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ پر مخ بیایي. د سولې په مسئله کې، برتانیه په ښکاره ډول د متحده ایالتونو د دریځ ملاتړ کوي خو له بلې خوا، په ځینې تګلارو او اړخونو کې اعتدال او بدلون غواړي. د اسلام آباد او واشنګتن سره د لندن نږدې اړیکې مثبتې دي او د سولې د بهیر څخه ملاتړ کوي.

پوښتنه: تیر کال  له اروپایې ټولنې څخه د برتانیې د وتلو مسئله په برتانیه کې د بحث یوه مهمه موضوع وه، آیا تاسو فکر کوۍ چې دا به د برتانیې او افغانستان پر اړیکو اغیزه ولري؟

جواد: له برتانیې سره زمونږ د همکارۍ لویه برخه د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ ولاړه ده او بریګزیت به افغانستان سره  د برتانیې او اروپایې ټولنې پر اړیکو باندې خورا اغیزناکه نه وي. 

پوښتنه: تاسو په راتلونکو کلونو کې افغانستان سره د برتانیې نظامي او یا اقتصادي همکاریو کې کموالۍ او یا زیاتوالۍ ارزوئ؟ آیا برتانیه غواړي چې د افغانستان په پراختیا کې ستره ونډه ولوبوي او آیا برتانیه افغانستان سره د خپلو اړیکو ساتلو په اړه لیوالتیا لري؟

جواد: په راتلونکو څلورو کلونو کې زما هدف د بریتانیې ملاتړ او د مرستو د کچې ساتل او له برتانیې سره د دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا ده. د دې موخې ترلاسه‌کولو لپاره، زمونږ د سفارت تګلاره د بریګزیت فرصتونو څخه ګټه پورته کول دي.  برتانیه اوس د “Global Britain”  سیاست غوره کړی او غواړي چې د اروپا د جغرافیې څخه بهر قوي سیاسی دریځ غوړه کړي. له همدې امله افریقا او آسیا ته د بدیل په توګه ګوري. پس له درې کلونو،‌ بوریس جانسن چې یو بریالی او د مجرب کس دی؛ د لومړۍ وزیر په توګه ټاکل شوی دی چې غواړي لندن په نړیوال چارو او سیاست کې ښکیل کړي. مونږ د برتانیې په حکومت او اردو کې نږدې ملګري لرو چې په کابل او هلمند کې ېې خدمت کړی. مونږ کولاې شو چې برتانیې سره د دې اړیکو او نفوذ څخه په ګټه‌اخیستنې خپلې اړیکی ټینګې او د دې هیواد له نفوذ څخه د ګاوندي هیواد به وړاندې خپلې اړیکې مدیریت کړو.

پوښتنه: په داسې یو هیواد کې چې په افغانستان کې فعال نظامي ځواکونه او سیاسي نهادونه لري، د افغانستان څخه استازیتوب کول څومره ستونزمن یا آسانه کار دی؟

جواد: اغیزمن استازی­توب یو ویاړلی خو ستونزمن کار دی. باور وکړۍ چې ستونزمن کار دی.

د برتانیې د نظامي ځواکونو، سیاسي نهادونو، بشردوستانه سازمانونو او مدني او استخباراتي ادارو شتون، ستونزه نه بلکه یوه پانګه ده. که د دې نهادونو اړیکی د افغانستان حکومتي ادارو،‌اردو، مدني ټولنو او حتی پارلمان سره د ژینوا کنوانسیون پر اساس تنظیم شي، هره اداره کولاې شي چې د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې اړیکو د تنظیم پوره وړتیا لري.

پوښتنه: تاسو د افغانستان یو د څو تجربه لرونکو، مسلکي او ماهرو ديپلوماتانو څخه شمیرل کیږئ. اوس چې تاسو پدې برخه کې خپل د دندې پاې ته نږدې یاست، د ځوان نسل لپاره کوم لوې درې درسونه ورکوۍ؟

جواد: ستاسو د مینې او محبت څخه ډیره مننه. د هغه القابو څخه چې تاسو زما لپاره وکارول ډیر لیری یم خو ځان خوشبخته بولم چې د خدمت کولو فرصت راته برابر شوی دی او ستاسو څخه مننه کوم چې دا مو په ګوته کړه.

څه ووایم! د دې مسلک غوره کوونکو همکارانو او دوستانو ته زما لومړی مهم درس دا دی، چې که غواړئ یو اغیزمن مدیر او رهبر پاتې شئ چې د خلکو او تاریخ لخوا په یاد وساتل شئ د هیواد پر ملي منافعو، ارزښتونو او اصولو پورې په کلکه ودریږئ که نه نو بیا به د یو عادي او هېر شوي مامور په توګه پاتې شئ. هیڅ بهرني دولت یا نړیوال سازمان نشي کولاې چې په تاسو باندی ستاسو د ارزښتونو او اصولو پر خلاف شرایط ومني.

دوهم درس، په افغانستان او زمونږ په سیمه کې تاسو د سیاست او ډيپلوماسۍ لاره نه غوره کوئ، دا معمولا د یو تصادف په شکل پیښیږي، خو په یاد ولرئ چې د سیاست څخه بهر کیدل او پریښودل ستاسو انتخاب دی. د سیاست او ډیپلوماسۍ څخه کله چې د محبوبیت او شهرت پړاو ته ورسیدئ ګوښه شئ. د نړۍ ټول دیکتاتوران په یو وخت کې اغیزمنه مشران پاتې شوي دي خو دوې نه پوهیدل چې څه وخت او یا یې نه غوښتل چې له دندې ګوښه شي.

دریم درس دا دی چې، د همکارانو سره د مینې، محبت، مهربانۍ او همکارۍ پرته هیڅ غوره لاره نشته. تاسو ښایي د خپل رئیس په وړاندې د سخت او ځورونکی دريځ لپاره او یا د میز د ټکولو لپاره یو یا دوه ځله په یاد شئ، خو ستاسو دوامداره موسکا، او ښه چلند د همکارانو سره په زرګونو ځله یادیږي.

پوښتنه: تاسو یو له هغو ډیپلوماتانو یاست چې د کولمبیا او فارک ترمنځ د خورا پیچلې سولې پروسې کې د ګډون تجربه لرۍ، دا تجربې په افغانستان کې څومره عملي دي؟

جواد: یو ځل بیا مننه کوم. د دې حقیقت سره سره چې مونږ افغانان فکر کوو چې په هرڅه پوهیږو ، دا تجربې په افغانستان کې اغیزمنې ثابتېدلای شي. زه شا اوخوا اوه کاله کولمبیا ته د غیر استوګن سفیر په توګه پاتې شوی یم او ما د ولسمشر اوریبی او د دفاع وزیر سانتوس سره شخصي ملګرتیا درلوده. د هغه سره په ​​ولایتي سفرونو کې هغه ځایونو ته تللی یم چې د فارک مخالفینو څخه آزاد شوي او د فارک پر وړاندې نظامي عملیات او خلکو سره د سولې او تاوتریخوالي په اړه خبرې شوي دي. ياد یې پخیر!

د فارک سره د سولې تر ټولو مهم درسونه چې دا مهال زموږ لپاره حیاتي دي، د خبرو اترو لپاره غوره لاره آرامه لاره، د خبرو اترو لپاره کوچنۍ مګر معتبر هیأت ټاکل، د جګړې په دواړو خواو کې د ښځو او قربانیانو وڼډه، د سیمه­ییزو او نړیوالو همکارانو مثبته اغیزه، د ضمانت کوونکو حکومتونو دقیق پلانونه او میکانیزمونه چې د مخالیفینو لپاره د ټولنیزو ونډې فرصتونه برابر کړي​​، له ټولنې سره د بخښنې بهیر لپاره کار، او د اساسي حقونو او اصولو او سیاسي سیستم په ساتنه کې ټینګار دی. یو له لویو ننګوونو څخه د کولمبیا په ایالتونو کې د ښځو، قربانیانو، او مدني ټولنو تر منځ د نظر یووالي ساتل و. تر دې حده چې د بهیر په پاې کې د دفاع وزیر سانتوس د ولسمشر اوریبی سره مخالفت وکړ او وویل یې چې سوله عادلانه نده او ولسمشر پدې بهیر کې ډیر زغم درلود. طبیعي ده چې جګړه به د هیواد  په بیلابیلو برخو کې به بیلابیل ډول اغیزه ولري. د ځینو لپاره، د جګړې ختمیدل او د ټوپک بندول کافي دی، او د نورو لپاره د اساسي حقونو خوندي کول او مدني آزادیو او دولتي خدمتونو ته لاسرسی مهم دی.  تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې د قربانۍ قیمت د جګړې له قیمت څخه ډیر نه وي.

سوله ستراتیژیک صبر او دوامداره تاکتیکي نرمښت ته اړتیا لري. زما لپاره د کولمبیا څخه عملي درس دا وو چې، “د جګړې په ډګر کې د حکومت ګټل،مخالفینو ته ماته ورکول دي، خو مخالفینو لپاره د جګړې ګټل په ډګر کې پاتې کیدل دي.” حکومت باید د ژوندي پاتې کیدو لپاره د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي، خو وسله­وال مخالفین باید د ژوندي پاتې‌کیدو لپاره ودانۍ ویجاړې کړي. د تلپاتې سولې لپاره پرته له دې چې د سولې او پریکړې کولو په پروسه کې حکومت او دفاعي ځواکونه بشپړ شي، بل هیڅ انتخاب شتون نلري. پراخه او غیر منظمې هڅې، حتی د ښه نیت سره ، به له منځه لاړې شي.

پوښتنه: ما یو څو موده د مخه د فارک یو پخوانی غړي سره خبرې وکړې او ومې موندل چې د فارک او د کولمبیا حکومت تر منځ له موافقی نه وروسته، دا ډله اوس هم له ټولنې سره د ښکیل کیدو د فرصتونو د کموالې سره مخ ده، پدې معنی چې د دوی د جګړې یادونه لا اوس هم دوام لري او د دوې په ذهنونو کې د دوی د ګروپ غړي چې حکومت سره نږدې اړیکې لري د دې سبب ګرځیدلی دی. اوس که مونږ یوه ورځ له طالبانو سره سوله وکړو، نو د دې ډلې د غړو پر وړاندې د تبعیض د کمولو لپاره کومه تګلاره باید غوره کړو؟

جواد: دې ژورې پوښتنې سره د سولې رامنځته کولو او دوام لپاره مو یوې خورا مهمې او حساسې موضوع ته اشاره وکړه. په حقیقت کې د فارک غړو یا طالبانو پر وړاندې تبعیض به هغه وخت کم شي کله چې له یوې خوا خلک له سولې څخه خوند واخلي او پری ویاړ وکړي او د جګړې او کړاوونو پړاو هیر کړي او له بلې خوا، جنګیاليو ته د سولې په وخت د بوختیا فرصتونه برابر شي تر څو د جګړې څخه یې پام په بله شي. د دې هدف تر لاسه کولو لپاره، زمونږ خلک چمتو دي چې د یوه با ثباته راتلونکي په هیله تیر وختونه هیر او مجرمین وبخښي.

د طالبانو لپاره هم د فارک غړړ په څیر، مونږ د اقتصادي برنامو پلي کولو لپاره، د مالي سرچینو او مسلکي مهارتونو او د روزنیزو  زده­کړو د پروګرامونو له لارې ټولنیز ادغام او د افراطیت پر وړاندې د مبارزې ته اړتیا لرو. د طالبانو ستونزه د  ټولنیز ادغامو په مسئله کې د فارک د ستونزې په پرتله ژوره ده. فارک په هر فصل کې له اته تر لس زره پورې سرتیري درلودل، خو طالبان لږ تر لږه څلور ځله زیات سرتیري لري. د فارک ډېرې غړي ځوان نارینه او ښځینه وو چې ډیر انعطاف منونکي وو، خو طالبان له آیدیالوژیکی او بیولوژیکې اړخه زاړه دي او سر تیري یې په اوسط ډول شا او خوا د څلویښتو کلونو دي چې یوازې خوري، ویده کیږي او جګړه کوي.  

پوښتنه: ډیر ښه، مونږ ټول پوهېږو چې نړۍ د کرونا د ویروس له امله په استثنایي حالت کې ده، او دې بحران په انساني، سیاسي، او ټولنیز ژوند ډیرو برخو باندې اغیزه کړې. د کرونا ویروس اغیزه به د هیوادونو په اړیکو او په ځانګړې توګه د افغانستان ډیپلوماتیکو اړیکو باندې څه وي؟

جواد: کرونا د دنیا وضعیت بدل کړی. د کرونا ویروس خورا ژور او دوامداره اغیزه نه یوازې په روغتیا بلکه په اقتصاد او د نړۍ سیاسي سیستم باندې پاتې کیږي. له یوې خوا، دغه کړکیچ د ټولو هیوادونو په پلازمینه کې جدي خبرو ته لاره پرانیستې او په بیلابیلو لارو یې د څو اړخیزو نړیوالو اړیکو ماهیت او د نړیوالو سازمانونو د تمویل سرچینو اغېزمنیتا تر پوښتنې لاندې راوستې. ځینې استدلال کوي چې د هیوادونو لپاره به غوره دا وي چې د سرحدي امنیت لپاره ځانونه قرنطین کړي او خپل زیانمن اقتصاد ته وده ورکړي، نور دا استدلال کوي چې دا پراخه نړیوال کړکیچ ښایې چې مونږ په یوه نړۍ کې ژوند کوو او د دې لپاره باید متحد پاتې شو او غوره لاره یې نړیوال همکاري او څو اړخیز میکانیزمونه دي.‌ د دې پحثونو پایله، که هر څه وي زمونږ په څیر د بحران‌ځپلو هیوادونو لپاره خورا مهم دی. داسې تګلاره به د بحران­ځپلو هیوادونو لپاره د مرستې کچه را ټیټه کړي. له همدې امله، دا زمونږ لپاره لازمه ده چې له کرونا نه وروسته نړۍ او پړاو لپاره منځ‌مهاله ستراتیژي باندې کار وکړو چې په هغه کې زمونږ د اړیکو سناریو او چلند نورو هیوادونو سره واضح وي او هم د افغانستان په اړه د اقتصادي همکاریو تاریخي کنفرانس په اړه چې سږ کال په څلورمه ربع کې ترسره کېږي، باید پوره تیارۍ ونیول شي.

ستاسو د دې مرکې او وخت څخه ډیره مننه

جواد: ستاسو نه مننه. پخیر اوسئ.